په هندوستان کې پر یوې سويسۍ سیلانۍ دله ییز جنسي تېری شوی دی

په یوې سويسۍ ښځې باندې د هند په یوه کلې کې هغه مهال ډله ییز جنسي تیری وشو چې؛ له خپل خاوند سره یې په بایسکل سفر کاوه.

د "مډیه پردیش" ایالت پولیس وایي، یوې اوه یا اته کسېزې ډلې په دغو سیلانیانو حمله وکړه؛ خاوند یې وتاړه او په ۳۹ کلنې ښځې یې د هغه په مخ کې جنسي تېری وکړ.

حمله کوونکو دغه راز د ښځې او د هغه د خاوند پیسې او موبایل ټیلفون هم غلا کړل. دا دوه تنه سیلانیان په "اګره" کې تاج محل ماڼۍ ته د تلو پر لار په یوه کلې کې دمه شوې وو.

د پولیسو افسر "ډوډي" د پېښې په اړه وایي:

"دا دوه بهرنیان له اورچها څخه پر بایسکل باندې روان وو او په هغه ځنګله کې یې د دمه کېدو پرېکړه کړې وه چې؛ یو شمېر بهرني سیلانیان په کې اوسي. څو تنو ناپیژندل شویو کسانو دوی ووهل او لاپ ټاپ یې ورڅخه یووړ. موږ دوی د درملنې لپاره استولې دي."

په تېر ډسمبر میاشت کې هم یوې ډلې په یوې ۲۳ کلنې جنۍ چې په نوې ډهلې کې د طب د پوهنځي محصله وه؛ ډله ییز جنسي تېری کړی و. له هغې ورځې راهیسې په زرونو کسان مظاهرې کوې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د دې هېواد د جاري فرهنګ پر ضد اعتراضونه کوي.