نړېوال پور ورکوونکي قبرس ته لس ملیارډه یورو پور ورکوي

نړیوالو پور ورکوونکو موافقه وکړه چې؛ قبرس ته لس میلیارډه یورو ورکړي، څو له اقتصادي بحرانه ووځي.

دا موافقه په بروکسل کې له ساعتونو ساعتونو بحثونو وروسته؛ چې د یورو زون د مالیې وزیرانو او د نړیوال وجهي صندوق د استازیو تر منځ وشول؛ نن سهار اعلان شوه.

قبرس په اروپا کې تر یونان، ایرلینډ، پرتګال او هسپانیا وروسته پنځم هیواد دی؛ چې له پورونو څخه د خلاصون لپاره یې د مرستې غوښتنه کړې وه.

قبرس له نړیوالو د اوولس میلیارډه ایرو غوښتنه کړې وه.

ټاکل شوې ده چې، له قبرس سره به روسیه هم مرسته وکړي او تمه ده چې، د قبرس مالیه وزیر روانه اونۍ روسیې ته ولاړ شي.