د تخار د رستاق ولسوالۍ اوسېدونکو سیمه ییز چارواکي په زنځیري وژنو تورن کړل

د تخار په رستاق ولسوالۍ کې سلګونو اوسیدونکو نن مظاهره وکړه او د سیمې چارواکي یې د مهمو کسانو په ځنځیره یې وژنو او ناامنیو کې په لاس لرلو تورن کړل.

د تخار ولایت د سرپرست والي مرستیال فرید ذکي ازادي راډيو ته وویل؛ چې د دې ستونزې د حل لپاره يې یوه پلاوی سیمې ته استولی او په اړه به یې څیړنې وکړي.