د میدان وردګ اوسېدونکو د امریکايي ځانګړو ځواکونو پرضد په کابل کې مظاهره وکړه

د میدان وردګو ولایت سلګونو اوسیدونکو نن په کابل کې مظاهره وکړه او له دغه ولایت څخه د امریکا د ځانګړو ځواکونو د وتلو په اړه یې د جمهور رییس د حکم د عملي کیدو غوښتنه وکړه.

دغه مظاهره کوونکي چې، شمېر یې شاوخوا ۷۰۰ تنو ته رسیږي د ملي شورا مخط ته راغونډ شوي دي.

مظاهره کوونکي د هغو امریکايي عسکرو د محاکمه کیدو غوښتنه هم کوي چې د دوی په وینا د خلکو په ځورونو کې لاس لري.

افغان ولسمشر څو اوونۍ دمخه په میدان وردګو ولایت کې د امریکا سپیشل فورس یا ځانګړي ځواکونه د خلکو په ځورونه کې په لاس لرلو تورن کړل او په دوو اونیو کې یې د هغوی د وتلو امر ورکړ.

خو د وخت له پوره کیدو سره سره دغه ځواکونه لا هم په میدان وردګو کې پراته دي او ایساف ویلي چې، د هغوی د وتلو په یوې طرحې کار کوي.