په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې خبردارى ورکړ؛ چې امنيتي ګواښونو د افغانستان ناامنو سيمو ته د بشري موسسو لاسرسي محدود کړې ده.
د دې کمېټې وياند عبدالحسيب رحيمي ازادۍ راډيو ته وويل چې په وروستيو کلونو کې اکثره خيريه موسسې د همدغو امنيتي ګواښونو له کبله نه شي کولاى؛ خلکو ته چې په ناامنو سيمو کې ژوند کوي، خپلې مرستې ورسوي:
د سره صليب نړيوالې کمېټې مشر په وروستيو کې اندېښنه څرګنده کړې چې په افغانستان کې به د مالي مرستندويانو د لېوالتيا د کمېدو او ناامنيو له کبله خيريه موسسو ته دا کار ګران شي چې اړو خلکو ته خپلې مرستې ورسوي.