اروپايي ټولنې د سوریې حکومت مخالفینو ته د وسلو د مرستو پرېکړه وځنډوله

د اروپايي ټولنې مشرانو خپله هغه پرېکړه وځنډوله چې؛ د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د رژيم مخالفانو ته د وسلو مرستې پيل کړي، که څنګه.

فرانسې او بريتانيا د اروپايي ټولنې له غړو غوښتي چې د وسلو پر استولو خپل بنديز ليرې کړي.

خو د اورپايي شورا مشر هرمان وان رامپوى وويل چې د دې ټولنې د بهرنيو چارو وزيران به د سوريې اپوزيسيون ته وسلو د برابرولو د بنديز مسئله په هغه غونډه کې وڅېړي، چې د مارچ مياشتې پر ٢٢مه او ٢٣مه په ايرلنډ کې جوړېږي.

رامپوى دغه اعلان پرون دغه اعلان په بروکسل کې د دوه ورځنۍ سرمشريزې په پاى کې وکړ:

”پر وسلو د بنديز په اړه پوښتنه د اروپايي شورا د ځينو غړو له خوا راپورته شوې وه. موږ موافقه وکړه چې خپل د بهرنيو چارو وزيران به وګمارو چې بله اوونۍ په دوبلين کې د خپل يوه لومړيتوب په توګه وضعيت ورازوي او ګډې پرېکړې ته ورسېږي“

په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وويل څرنګه چې د سوريې ولسمشر اسد د شخړې له سياسي حل سره لېوالتيا نه لري، اروپا د سوريې د خلکو د ډله ييزې وژنې په وړاندې بې تفاوته نه شي پاتې کېداى.