د اروپايي ټولنې مشران سوریې ته د وسلو د لېږلو پر موضوع بحث کوي

تمه کیږي چې، د اروپايي ټولنې مشران به نن د بیلجیم په مرکز بروکسل کې د فرانسې پر هغه وړاندیز بحث وکړي؛ چې سوریې ته د وسلو د انتقال د مخنیوي د لغوه کېدو په اړه دی.

که چېرې سوریې ته د وسلو د استولو ممانعت لغوه شي، نو هیوادونه به وکولی شي چې، د بشارلاسد د ریژیم وسله والو مخالفانو ته وسلې واستوي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ ویلي دي؛ د سوریې ریژیم چې د دې هیواد د کړکیچ په سیاسي هواري کې لېوالتیا نه لري او د سوریې خلک په ډله ییزه توګه وژل کیږي؛ نو اروپا نه شي کولی چوپ پاتې شي.

"موږ باید مسوولیت پرغاړه واخلو، نه شو کولای اجازه ورکړو، چې د یو هیواد خلک دې د هغه هیواد د حکومت له خوا په ډله ییزه توګه ووژل شي. د داسې یو ریژیم له خوا چې سیاسي خبرې اترې او یا سیاسي انتقال نه غواړي او دا اوس په کافي توګه روښانه شوې ده."

فرانسې ویلي دي، حتی که اروپايي ټولنه دا بندیز لغوه هم نه کړي، دا هیواد چمتو دی چې د سوریې د ریژیم مخالفانو ته وسلې واستوي.

بریتانیا د دې وړاندیز ملاتړ کوي؛ خو د جرمني په شمول د اروپايي ټولنې یو شمیر نور هیوادونه د فرانسې د دې وړاندیز مخالف دی.