م.م د لبنان او سوريې پر پوله د ډزو پر تبادلې اندېښنه څرګنده کړې ده

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لبنان څخه سوریې ته د وسلو په لیږد او د دې دواړو هیوادونو پر پوله د ډزو پر تبادلې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دا یو له کم سارو مواردو څخه دی چې؛ په کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي هیوادونه په خپلو کې د نظر په یو والي رای ورکوي.

تر دې مخکې روسیې او چین د امنیت د شورا درې پریکړلیکونه چې هدف یې د سوریې پر ریژیم فشار راوړل وو رد (ویټو) کړي دي.

د ملګر ملتونو د امنیت شورا همدارنګه د سوریې او لیبنان ترمنځ پوله کې د خلکو د تښتونو او د وسلو د قاچاق په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې شورا د لبنان ملي حاکمیت ته د بشپړ درناوي غوښتنه کړې.

راپورونه وايي چې، د سوریې د کورنۍ جګړې له کبله له درې نیم سوه زرو زیات سوریايي اتباع لبنان ته کډوال شوې دي.