په خلیج کې یوه ایرانۍ الوتکه د امریکا بې پیلوته الوتکې ته ورنږدې شوې وه

پینټاګون وايي د ایران یو جنګي الوتکه د سې شنبې په ورځ په خلیج کې یوې بې پیلوټه امریکايي الوتکې ته ورنژدې شوې وه.

د پینټاګون ویاند جورج لیټل ویلي دي چې؛ د خلیج د اوبو پر سر د ایران دا جنګي الوتکې یوې بې وسلې بې پیلوټه امریکايي الوتکې ته د پنځه ویشت کیلومترو په واټن نژدې شوې وه.

خو د لیټل په وینا، د یوې بلې امریکايي الوتکې چې په سیمه کې یې ګزمه کوله د پیلوټ له لفظي خبرداري وروسته ایرانۍ جنګي الوتکه له سیمې لرې شوه.

د پینټاګون ویاند ویلي دي، چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې په سیمه کې د څارنې عادي ماموریت تر سره کاوه.

د تیر کال په نومبر میاشت کې د ایران یوې جنګي الوتکې په خلیج کې یوه بې پیلوټه امریکايي الوتکه هدف ګرځولی وه؛ خو ګوزار یې پر ځای نه و لګیدلی.