د کابل - جلال اباد لویه لار د غره د ښویېدو له امله تړل شوې ده

د کابل - جلال اباد لویه لاره د غره د ښوېیدو له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته ویلي؛ تیره شپه لس بجې د لغمان ولایت په اړونده سیمه کې د درونټې د تونل څخه د کابل په لوري په دوه سوه مترۍ کې د غره د را پرېوتو له امله د کابل-جلال اباد لویه لاره به بشپړه توګه د ټرافیکو پر مخ تړل شوې.

نوموړی وايي، یوازې وړې موټرې کولی شي، چې د قرغیو ولسوالۍ له بای پاس سرک څخه په ګټې اخیستنې چې درونټه او سرخکان سره نښلوي تګ راتګ وکړي.

د سرحدي ځواک په خبره، اوسمهال په سیمه کې د لغمان د فواید عامې امریت، د ننګرهار د فواید ریاست او د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورم حمایوي کنډک منسوبین په کار بوخت دي تر څو لاره د ټرافیکو پر مخ خلاصه کړي؛ خو د را پرېوتي غره د حجم زیاتوالی، د لویو تیګو شتون او کافي وسایلو نشتوالی هغه څه دي چې؛ د کار د چټکتیا مخه یې نیولې.

د لغمان ولایتي چارواکي وايي هڅه کوي، چې تر ماښامه پورې لاره د ټرافیکو پر مخ پرانیزي.