ولسمشرحامدکرزي د نړۍ د رومن کاتولیکانو د مذهبي مشر، پاپ فرانسس د انتخاب له کبله نوموړي ته مبارک ویلې ده.
د جمهوري ریاست د رسمي ویبپاڼې د خبر له مخې ښاغلي کرزي په خپل پیغام کې هیله څرګنده کړې ده؛ چې د نوي پاپ انتخاب به د نړۍ د بېلابېلو ادیانو ترمینځ د تفاهم له پراخولو سره مرسته وکړي.
د دولت رسمي ویبپاڼې همداراز خبر ورکړی چې؛ افغان ولسمشر د چین نوي ولسمشر جین- پېنګ ته هم د ده د انتخاب له کبله مبارکي ویلې.
ښاغلي کرزي په خپل پیغام کې یې هیله څرګنده کړې ده چې؛ د نوموړي تر مشرتابه لاندې به د افغانستان او چین اړیکي نورهم پراخ او پیاوړي شي.