اوباما: ښايي ایران د اټمي وسله له جوړولو د یوه کال په اندازه لېرې وي

ولسمشر بارک اوباما وايي، ایران ښايي د اټمي وسلې له جوړولو تقریباً د یوه کال په اندازه لیرې وي؛ خو ده زیاته کړه چې امریکا به د دې کار د مخنیوي لپاره له هرلازم اقدام څخه کار واخلي.

اوباما اسراییلو ته د راتلونکې اونۍ د سفر په درشل کې پرون له یوه اسراییلي ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې خبرې کولې. سپینه ماڼۍ وايي، چې دا سفر به د امریکا او اسراییلو د اتحاد نژدېتوب په ډاګه کړي.

د اوباما یوه سلاکار "بېن روډیس" Ben Rhodes خبریالانو ته وویل، ایران، د سوریې جګړه او د اسراییل او فلسطینیانو کړکېچ له هغو مسایلو دي چې اوباما به د اسراییلو له ولسمشر شیمون پېرېز او صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره خبرې پرې وکړي.

ټاکل شوې چې اوباما په لویدیځه غاړه کې د فلسطینۍ ادارې له مشر محمودعباس او په اردن کې له پاچا عبدالله سره هم وګوري. دا به د امریکا د ولسمشر په توګه اسراییلو ته د اوباما لومړی سفر وي.