د بدخشان په وردوج کې له وسله والو مخالفینو سره د افغان ځواکونو سره نښته شوې

د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ چارواکي له وسله والو مخالفینو سره د افغان ځواکونو له یوې نښتې خبر ورکوي.

د وردوج ولسوال دولت محمد خاور ازادي راډیو ته وویل، چې دا نښته د خشیره اوغنون په کلیو کې روانه ده.

د ښاغلي خاور به خبره د دې نښتې له امله د رامنځته شویو تلفاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نشته خو افغان امنیتي ځواکونو ددغو کلیو له ځینو برخو وسله وال مخالفین ویستلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.