د نړۍ رمان کاتولیکې کلیسا نوی ستر مذهبي مشر وټاکه

د واتیکان په رمان کلیسا کې ۱۱۵کاردینالانو پرون ۷۶کلن ارجنټایني کاردینال خورخې ماریو برگوګلیو د نوي پاپ په توګه وټاکه.

برګوګلیو لومړنی پاپ دی، چې د امریکا له وچې څخه دغه مقام ته غوره کیږي. هغه د ځان لپاره د فرانسیس لقب غوره کړ.

وروسته له هغې چې د چهارشنبې په ورځ د کلیسا له نرۍ دریڅي یا دودرو څخه سپین لوګي وخوت او دا څرګنده شوه، چې نوی پاپ غوره شوی، د فرانسې کارډینال جین لویس توران په بالکن کې راښکاره شو او د سانت پتر په میدان کې راټولو شوېو خلکو ته وویل:

(په ډیرې خوشحالۍ تاسو ته اعلانوم، چې موږ نوی پاپ غوره کړ.

د هغه نوم دی خورخې ماریو برگوګلیواو د ځان لپاره یې د فرانسیس لقب غوره کړی.)

لږ ځنډ وروسته پاپ فرانسیس لسګونو زره کسانو ته په ایټالوي ژبه وویل:

(وروڼو او خویندو ماښام مو پخیر. لکه تاسو چې خبروې دغې غونډې دنده لرله، چې روم یونوی پاپ ولري.

داسې ښکاري، چې زما کارډینال وروڼه تقریبا د نړۍ تر پایه تللي، خو په هرصورت اوس موږ دلته یو.)

د نوي پاپ د غوره کیدولپاره د دوه په دریمه کارډینالانو مثبتو رایو ته اړتیا وه.

کاردینالانو نوی پاپ یوه میاشت وروسته له هغې چې پاپ بیندیکت شپاړسم استعفی ورکړه له څوځلې رایې ورکولو وروسته غوره کړ. د پاپ بیندیکت ا استعفې په تیرو شپږ سوو کلونو کې بې سارې وه.

د نړۍ سیاسي او مذهبي مشرانو هم د نوي پاپ فرانسیس د غوره کیدو هرکلی کړی دی.

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشربارک اوباما له امریکاڅخه د نوي پاپ د غوره کیدوهرکلی کړی او هغه یې د سیمی لپاره د قوت او خوشحالۍ نښه بللې ده.

اوباما ویلي، چې دی غواړي له نوي پاپ سره د ټولوادیانود پیروانو لپاره د سولې امنیت اوسوکالۍ د پراختیا لپاره کار وکړي.

د ملګروملتونو سرمنشي بانکې مون هیله څرګنده کړې، چې پاپ فرانسیس به د ادیانو ترمنځ ډیالوګ مخ ته یوسي.

د روسیې د اورتودوکسې کلیسا د نوي پاپ د ټاکلو هرکلی کړی اوهیله یې څرګنده کړې چې د اورتودوکس او کاتولیک کلیساو ترمنځ اړیکې به مثبت لورته پرمختګ وکړي.

د جرمني صدراعظمې انګلامیرکل وویل، دا په تیره بیا د جنوبي امریکا مسیحیانو ته خوشحاله ده.

د استرالیا صدراعظمې جولیا ګیلارد چې پرادیانو اعتقاد نه لري او پر ماشومانو د کلیسا او نورو ادارو له خوا د تیري په اړه یوه ملي څیړنه پیل کړې وویل، د نړۍ د نوې برخې څخه د پاپ غوره کیدل یوه تاریخي پیښه ده.

د فلسطیني ادارې مشرمحمود عباس پاپ فرانسیس ته بلنه ورکړې چې له بیت الحم څخه لیدنه وکړي، له هغه ځای څخه چې ګومان کیږي حضرت مسیح دنیا ته راغلی دی.