کابل ښاروالۍ د نوي کال د را رسیدو په درشل کې د ښار د پاکۍ لپاره حشر پیل کړی

د کابل ښاروالۍ وايي، چې د نوي کال د را رسیدو په درشل کې یې د ښار د پاکۍ لپاره عمومي حشر پیل کړی دی.

د کابل ښاروال محمدیونس نواندیش په دې اړه ازادي راډيو ته وویل، دا حشر نن پیل شوی او ډېر خلک به په کې برخه واخلي.

ښاغلي نواندیش همدا راز د دولتي او نا دولتي ادارو له کارکونکو او مسوولینو وغوښتل، څو د کابل ښار د لا پاکۍ لپاره دې په دغه عمومي حشر کې ونډه واخلي.