د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د پرونۍ ځان وژونکې حملې له امله د یولسو وژل شویو کسانو جسدونه نن خاورو ته سپارل کیږي.
د کندز د امام صاحب ولسوال امان الدین قریشي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، دا حمله پرون ماښام د امام صاحب په زرد کمر سیمه کې د بزکشۍ په وخت شوې ده، چې په کې اته کسان ټپيان شوي هم دي.
د دې پیښې په وژل شویو کې د ولسي جرګې د رییس عبدالروف ابراهیمي پلار، ورور، وراره او د تره ذوي شامل دي.
د ښاغلي ابراهیمي یو بل ورور چې سخت ټپي دی د لا درملنې لپاره د بلخ ولایتي بیارغونې روغتون ته لیږل شوی دی.
له بلې خوا افغان ولسمشر حامدکرزي دا ځان وژونکې حمله غندلې ده.