سرګي لاوروف: د سوریې اپوزسیون ته وسلې ورکول د نړېوالو قوانینو پرضد کار دی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، د سوریې اپوزسیون ته وسلې ورکول د نړېوالو قوانینو پرضد کار دی.

سرګي لاوروف پرون په لندن کې د بریتانیا له بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ سره تر خبرو وروسته همدا راز څرګنده کړه، چې د سوریې د یاغیانو په منځ کې افراطي مسلمانانو ته اندیښنه لري.

روسیه د بشار الاسد ډیر ملاتړ کوي او پر هغه یې د ملګرو ملتو د بندیزونو د لګیدو مخه نیولې ده.