"شي جانپینګ" د چین د نوي ولسمشر په توګه تایید شو

د چین پارلمان ( شي جانپینګ ) د دغه هېواد د نوي ولسمشر په توګه تایید کړ.

پارلمان دوه زره نهه سوه دوه پنځوس موافقې رایې ورکړې او یوه وکیل مخالفه رایه وکاروله ، درې تنو هم ممتنع رایي واچولې.

( شي جانپینګ) د هو جین تاو پر ځای په نومبر کې د کمونست ګوند او پوځ مشر ټاکل شوی و. د چین د کمونست ګوند په څه باندې شپیته کلنې واکمنۍ کې دا دوهم ځل دی چې واک په منظم ډول بل ولسمشر ته انتقالیږي.