په کندز ولایت کې د ځان وژونکي حملې د مړو شمېر یولس تنو ته رسیدلی دی.
د کندز د امام صاحب ولسوال امان الدین قریشي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، دا حمله پرون ماښام د امام صاحب په زرد کمر سیمه کې د بزکشۍ په وخت شوې ده، چې په کې یولس کسان وژل شوي او اته نور هم ټپیان دي.
د دې پیښې په وژل شوېو کې د ولسي جرګې د رییس عبدالروف ابراهیمي پلار، ورور، وراره او د تره زوی شامل دي.
د ښاغلي ابراهیمي یو بل ورور، چې په ټپیانو کې دی حالت یې نازک بلل شوی او د لا درملنې په خاطر د بلخ ولایتي بیارغونې روغتون ته لیږل شوی دی.
له بلې خوا افغان ولسمشر حامد کرزي دا ځان وژونکې حمله غندلې ده.
جمهوري ریاست د خبرپاڼې له مخې ښاغلي کرزي د دې ځانوژونکې حملې د غندلو ترڅنګ ویلي، د تروریستانو د ادعا خلاف چې وايي، د بهرنیو ځواکونو پر ضد مبارزه کوي، دا حمله یې د بزکشۍ د عنعنوي لوبې پرمهال کړې چې په کې هیڅ بهرنی نه دی وژل شوې.
تر اوسه چا د دې حملې مسوولیت نه دی منلی.