سوا: تیر کال په روسیه کې له پردیو ویره او سخت دریځه نیشنلیزم په لوړه کچه پاتې وو

د سوا (Sova ) په نوم د بشري حقونو یوه مسکو میشتې اداره وايي، چې تیر کال په روسیه کې له پردیو ویره او سخت دریځه نیشنلیزم په لوړه کچه پاتې وو.

د چارشنبې په ورځ، د ۲۰۱۲ م کال په اړه د راپور د وړاندې کولو پر مهال د سوا کارپوهانو وویل ، تیر کال د کرکې سره په تړلو بریدونو کې په روسیه کې نولس کسان وژل شوي او یوسلو اوه اتیا نور ټپیان شوې دي.

دوی زیاته کړه، سخت دریځي نیشنلیستان نه یوازې هغه افراد په نښه کوي چې سلاویک نژاده نه دي بلکې هغه فعالان چې د نژاد پالنې خلاف دی هم هدف ګرځوي.

دوی همدارنګه پر هغو کسانو او ملاتړو یې هم بریدونه کوي چې له جنسي پلوه اقلیتونه دي.

دې کارپوهانو اندېښنه څرګنده کړه چې د روسیې پولیس ډیر کله پر هغو کسانو ډیر تمرکز کوي چې انلاین خپلې نژاد پالې نظريې بیانوي، او په لارو کوڅو کې د اقیلتونو خلاف تاوتریخوالي له پامه غورځوي.