ملي امنیت: په کابل کې افغان ځواکونوله یوې ډلې وسلوالو برید ګرو سره نښته کړې

د افغانستان د ملي امنیت چارواکي وايي، چې پرون( چارشنبې ) په کابل کې افغان امنیتي ځواکونوله یوې ډلې وسلوالو برید ګرو سره نښته کړې ده او پنځه تنه وسلوال یې وژلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوې خبرپاڼه کې وايي، په دې سره یې په پایتخت کې د حقاني د شبکې یو پلان شوې حمله شنډه کړې ده او د دې ډلې دوه تنه یې نیولي دي.

د ملي امنیت ریاست وايي، چې د حقاني شبکې اړوند دې وسلوالې ډلې غوښتل په کابل کې پر پوځي تاسیساتو پراخ بریدونه وکړي، خو دوي مخکې له دې چې دا پلان عملې شي د دې مشکوکو بریدګرو ځای وموند او د کابل په شپاړلسمه ناحیه کې یې پرې عملیات ترسره کړل.

چارواکي وايي، چې په دې عملیاتو کې یې جنګي مهمات او چاودیدونکي مواد هم نیولې دي.