کاردینالان د نوي پاپ په ټاکلو کې موافقې ته ونه رسیدل

نن یو ځلي بیا په رمان کلیسا کې کاردینالان د نوي پاپ په ټاکلو کې موافقې ته ونه رسیدل.

بیا لکه د سې شنبې د ورځ په شان د کلیسا له نرۍ دریڅي یا دودرو څخه تور لوګي وخوت او دا د دې نښه وه، چې هیڅ یوه کاندید دوه په دریمه اکثریت رايي خپلې نه کړای شوې چې د ګټلو لپاره ورته اړتیا ده.

د سې شنبې په ورځ یوسلو پینځلس کاردینالان د سیستن په کلیسا کې چې په واتیکان ده له نورو لري په یوه ځای کې راټول شوي وو، خو کومې موافقې ته سره وه رسیدل او شپه يي د واتیکان په میلمستون کې سبا کړه.

کاردینالان یوه میاشت وروسته له هغې چې پاپ بیندیکت استعفی ورکړه رایي ورکوي. دا استعفې په تیرو شپږ سوو کلونو کې بې ساری وه.