په سوريي کې د اروپايي هیات یوغړی د توغندي په یوه برید کې وژل شوی

په سوريي کې د اروپايي هیات یوغړی د دمشق ته څیرمه کې د توغندي په یوه برید کې وژل شوی دی.

د اروپايي اتحاديي د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاترین اشتن نن په یوه بیان کې وویل، د اروپایي اتحادیی د پالیسي مامور، احمد شهاده ، د سې شنبې په ورځ په هغې حملې کې چې پایتخت ته نژدې سیمه درایه کې وشوه، ووژل شو.

شهیدي په درایه کې اوسیده. اشتن وویل شهیدي په درایه کې خلکو ته بشري مرستې رسولې.

دې یو وار بیا له ټولو خواوو وغوښتل، چې عاجل اقدام وکړي او هغه خشونت پای ته ورسوي، چې په ترڅ کې يي شاو خوا یو لک د سوریي اوسیدنکې وژل شوي او یو میلیون نور ګاونډیو هېوادنو ته کډوال شوي دي.