د امریکا د ملي استخباراتو مشر وویل، چې القاعده نور یو عمده ګواښ نه دی.
جیمز کلپر په هغه کلني رپوټ کې چې د کانګرس غړیو ته یې د سې شنبې په ورځ وړاندې کړ، وویل، د القاعدې بنیاد سخت کمزوری شوی او دغه تروریستي ډله نوره داسې نه ښکاري، چې پر لویدیځ د لویو پیچلو بریدونو وس ولري.
کلپر د سنا د استخباراتو کمیټې ته وویل، سربیره پر دې چې القاعده کمزورې شوې ده، دغې ډلې د امریکا پرضد خپله جګړه نه ده درولې او د دې ډلې ملاتړي په ځانګړې توګه په یمن کې پلانونه جوړوي، چې پر امریکا او متحدانو یې برید وکړي.
کلپر زیاته کړه، چې انټرنټي بریدونو او انټرنټي جاسوسي د ترورستي بریدونو ځای نیولی او امریکا ته په یو ستر ګواښ بدل شوې دی:
(په زیاتیدونکې بڼه، حکومتي او غیر دولتي ډلې له انټرنټه کار اخلي، دوی د خپلو ستراتیژیکو هدفونو لپاره د انټرنټ تخنیک او امکانات پکار اچوي.
داسې چې د حساسو اطلاعاتو د راټولولو لپاره د خصوصي او عامه سکټورونو محتوا څاري.
دغه ډول زموږ د هېواد ټول سکټورونه، که حکومتي دي، که خصوصي دي او که زیر بنایي دي، له خطر سره مخامخوي.)
د کلپر په څلوردیرش مخیز رپوټ کې، چې د امریکا د استخباراتي ادارو راغونډ کړي معلومات پکې ټول شوې دي، د شمالي کوریا په ګډون د بیلابیلو ګواښونو یادونه شوې ده.