نن بیا د کاتولیک مسیحیانو مذهبي مشران هڅه کوي چې د نوي پاپ د ټاکلو لپاره رايي ورکړي.
د سې شنبې په ورځ یوسلو پینځلس کاردینالان د سیستن په کلیسا کې چې په واتیکان ده له نورو لري په یوه ځای کې راټول شوي وو.
یو څو ساعته وروسته د کلیسا له نرۍ دریڅي یا دودرو څخه تور لوګي وخوت او دا د دې نښه وه، چې هیڅ یوه کاندید دوه په دریمه اکثریت رایي خپلې نه کړای شوې چې د ګټلو لپاره ورته اړتیا ده. کاردینالانو شپه د واتیکان په میلمستون کې سبا کړه.
کاردینالان یوه میاشت وروسته له هغې چې پاپ بیندیکت استعفی ورکړه رایي ورکوي. دا استعفې په تیرو شپږ سوو کلونو کې بې ساری وه.