په ننګرهار کې د پولیسو له روزنیز مرکزه ۱۶۵ تنه پولیس د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو وروسته فارغ شول.
د ننګرهار د پوليسو د روزنيز مرکز مشر سمونوال مفاد خان ازادۍ راډيو ته وویل، چې نن يې له ياد روزنيز مرکزه دوه ډلې مسلکي پوليس فارغ کړل، چې ۸۹ تنه ساتنمنان دي، چې څلور میاشتې مسلکي زده کړې ورکړل شوي او ۷۶ تنه نور سربازان،چې اته اونۍ زده کړې ورکړل شوې وې فارغ شول.
د یادې اکاډمۍ د چارواکو په خبره ،د ننګرهار له روزنيز کورس څخه تر اوسه پورې ٦٤٩٢١ تنه پوليس فارغ شوي دي.