دلیل: په نشه يي موادو د خلکو روږدیدل افغانستان ته په یوه ګواښ بدل شوی

د عامه روغتیا د وزارت د خبرپاڼې له مخې ډاکټر ثریا دلیل دا خبره پرون هغه وخت وکړه، چې د کابل په جنګلک کې یې لیلیه او درې سوه بستره روغتون پرانیست.

د دې روغتون د پرانیستلو پر مهال د ولسمشر دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي، د دولتي ادارو یو شمېر نورو استازیو او د ملي شورا ځینو غړیو برخه اخیستې وه.

کریم خلیلي وویل، په نشه يي موادو اخته کیدل هم له ترورزم سره تړلې مساله ده او هم له مافیایي ډلو سره ارتباط لري، نو پکار ده چې په سیمه ییزه او نړېواله کچه مبارزه ورسره وشي.

د ملګرو ملتو د وروستیو رپوټونو له مخې په نړۍ کې ۲۷۲ کسان په نشه يي موادو اخته دي چې یو ملیون یې په افغانستان کې دي.

په افغانستان کې د مخدر موادو د درملنې ۱۰۵ مرکزونه شته.