ولسي جرګې له څلورو ورځو ټاکنو وروسته خپل اداري پلاوی بشپړ کړ

له څلورو ورځو پرله پسې انتخاباتو وروسته ولسي جرګه نن وتوانیدله چې د انتخاباتو له لارې خپل اداي پلاوی بشپړ کړي.

په نننیو انتخاباتو کې میرویس یاسیني د ولسي جرګې د لومړي مرستیال او انجنیر سید اکرام د لومړي منشي په توګه وټاکل شول.

تر دې مخکې صالح محمد سلجوقي د ولسي جرګې د دویم مرستیال او عرفان الله عرفان د دویم منشي په توګه ټاکل شوي و.

په نننۍ غونډه کې د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهیمي وویل؛ چې باید د ولسي جرګې اتلس کمیسیونونه هم خپل اداري پلاوي ژر تر ژره وټاکي.