د خیبر پښتونخواه ایالت د اطلاعاتو د وزیر "میا افتخار حسین" کور ته نږدې بمې چاودنه شوې ده.
دا چاودنه نن په "پبې" ښارګوټې کې د حسین کور ته څېرمه شوه او له امله یې د دریو کوچنیانو په ګډون؛ شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د چاودنې پرمهال په خپله میان افتخار حسین په سيمه کې نه و.
د چاودنې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیسیتی. حسین د غیر مذهبي عوامي نشنل ګوند غړی؛ د وسله والو سخت مخالف او انتقاد کوونکی دی.
طالب وسله والو د ۲۰۱۰ کال جولای میاشت کې د ده ځوی "میا رشید حسین" په ډزو وژلی و.