د پروان ولایت پر بګرام هوايي ډګر دوه توغندي توغول شوي دي

د پروان ولایت چارواکي وايي چې، د بګرام په هوايي میدان ۲ توغندي ویشتل شوې دي.

د بګرام ولسوالۍ امنیه قومندان زمري ناصري ازادې راډيو ته وویل؛ چې تیره شپه دوه توغندي پر دې میدان له نامعلوم لوري ویشتل شوي؛ خو چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دي پیښې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی.

همدارنګه چارواکي وايي، د پروان په غوربند ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې پنځه وسله وال وژل شوي او دوه ټپیان دي.