په هلمند ولایت کې د ماین چاودنې د یوې کورنۍ پنځه تنه غړی وژلي دي

د هلمند چارواکي وايي چې، په خانشین ولسوالۍ کې د سړک غاړي بمي چاودنې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي.

د خانشین ولسوال شامحمود میر نن ازادۍ راډيو ته وویل؛ چې چاودنه پرون ناوخته شوې ده.

د نوموړي په وینا، چې په دې چاودنه کې د یوې کورنۍ پنځه غړي چې یوه ښځه او څلور نارینه دي، وژل شوي دي.

د دي پیښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستي.