د سربیا د نامتو انځورګر "رمبرانټ" د پلار غلا شوی انځور وموندل شو

د سربیا پولیسو د نامتو انځورګر "رمبرانت" Rembrandt یو هنري اثر چې د رمبرانت د پلار پورټریټ انځور دی او اوه کاله مخکې غلا شوی و، موندلی دی.

د سربیا د یوه ټلویزیوني چینل د خبر له مخې له شپاړس سوه دېرشم کاله د راپاتې دې انځور د غلا په تړاو اته کسان نیول شوي دي.

دا هنري اثر په ۲۰۰۶ کال کې د نووي ساد Novi Sad ښار له موزیم څخه وروسته له هغه غلا شو؛ چې غلو د موزیم یو ګارډ کلک وتاړه او د رمبرانټ دا اثر یې له دریو نورو ارزښتمنو آثارو سره یوځای له ځان سره یووړ.