د امريکا دفاع وزارت له يوه امريکايي شرکت سره قرارداد کړی؛ چې د يوسلو لس مليون ډالرو په بيه د افغانستان ملي اردو ته زغرګاډي برابر کړي.
دا ۱۳۵ زغرګاډي د ټيکسټرون مرين شرکت له لوري جوړېږي او ټاکل شوې ده، چې راتلونکي کال د افغانستان ملي اردو ته وسپارل شي.
د دغو زغره والو ګاډو د جوړولو لومړني قرارداد د ۲۰۱۱ کال په نيمايي کې شوی و چې؛ پر اساس يې بايد افغان ملي اردو ته ۴۹۹ زغرګاډي مهيا شي. تراوسه پوري افغان ملي اردو ته ۳۰۰ دا ډول ګاډي سپارل شوي او کار ترې اخلي.