سپینې ماڼۍ د ولسمشر حامد کرزي وروستۍ ادعا ناسمه وبلله

سپينه ماڼۍ وايي، له ولسمشر کرزي سره له اختلاف سره سره په افغانستان کې د امريکا د متحدو ايالتونو پاليسي نه ده بدله شوې او د پوځيانو د حضور د دوام لپاره به خبرې دوام وکړي.

د سپينې ماڼۍ ويندوی "جې کارني" پرون د ولسمشر حامد کرزي په وروستيو څرګندونو د تبصرې کولو په مهال وويل؛ د افغان ولسمشر دا ادعا سمه نه ده، چې امريکا په افغانستان کې د خپل پوځي حضور د اوږدولو لپاره له طالبانو سره جوړجاړي کړي دي.

ده وويل، له ولسمشر کرزي سره له اختلافاتو سره سره د امريکا دريځ نه دي بدل شوي او د ۲۰۱۴ کال په پاي کې، چې ناټو په افغانستان کې خپل پوځي عمليات پاي ته رسوي؛ امريکا به په دغه هيواد کې د خپلو پوځيانو د حضور په اړه خبرو ته دوام ورکړي.