امریکا د شمالي کوریا د بهرنیو اسعارو د تبادلې پر اصلي بانک بندیزونه ولګول

د امريکا متحدو ايالتونو د شمالي کوريا د بهرنيو اسعارو د تبادلې پر اصلي بانک د دې لپاره نوي بنديزونه ولګول؛ چې دغه بانک د شمالي کوريا د ډله ييزې وژنې د وسلو په پرمختګ کې رول درلود.

د ولسمشر بارک اوباما د ملي امنيت سلاکار ټام ډونيلان (Tom Donilon) دا نوي بنديزونه پرون اعلان کړل.

ډونيلان وويل، د امريکا متحد ايالتونه به له خپلو متحدانو او شريکانو سره کار وکړي، چې د شمالي کوريا د اټمي او توغندويي پروګرام د مخنيوي لپاره ملي او نړيوال بنديزونه سخت کړای شي.

ډونيلان دا هم وويل، چې د امريکا متحد ايالتونه به شمالي کوريا د يوه اټمي هيواد په توګه ونه مني.

ډونيلان دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې؛ شمالي کوريا تېره اوونۍ پټکه وکړه، چې د امريکا پر متحدو ايالتونو به اټمي حمله وکړي.