په پاکستان کې پرون د عيسويانو تر لسو زيات ښوونځي، د دوی پر کورونو د يوشمېر مسلمانانو د حملې په اعتراض کې بند وو.
نږدې درې زرو بلواکوونکو د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې د عيسويانو پر مېنې بريد وکړ؛ شاوخوا دوه سوه کورونه او دوکانونه يې وروسوځول.
د پاکستان د صدراعظم د يوه سلاکار "پال بټي" له قوله "ډي پي اې" خبري اژانس ويلي؛ چې ښوونځي به نن، سې شنبه، هم بند وي.
بلوا وروسته له دې وشوه، چې يو عيسوي د اسلام د پيغمبر حضرت محمد په شان کې په کفري څرګندونو تورن شو.
عيسويانو مظاهرې وکړې او له حکومت څخه يې وغوښتل، چې دوی وساتي او تاوان ورکړي.
د پاکستان د يوې غيرحکومتي موسسې فعالې جميلې اختر د عيسويانو پر کورونو د حملې په اعتراض کې پرون په لاهور کې په يوه مظاهره کې وويل:
"د پنجاب حکومت بايد په دې فکر وکړي، چې جنايتکاران فوراً افشا کړي او هغوی ته تر ټولو سخته سزا ورکړي."
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سيد منورحسن هم پرون په کراچۍ کې په يوه خبري غونډه کې د پېښې عاملانو ته د سزا غوښتنه وکړه:
"د بادامي باغ په اړه اجازه غواړم هغه کمېټه چې په دې برخه کې تحقيقات کوي؛ بايد په چټکۍ څېړني وکړي او مجرمان د خپل جرم په خاطر سزا وويني."
پوليسو تراوسه پوري د عيسويانو پر کورونو او دوکانونو د حملې په تړاو ۱۵۰ تنه نيولي دي.