"په کابل کې مو یوه نهه کسیزه ورانکاره ډله نیولې ده"

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، یوه نهه کسیزه ډله چې غوښتل یې په کابل ښار کې ورانکاري فعالیتونه وکړي؛ د دې ښار د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل؛ چې دغو کسانو هڅه کوله په کابل ښارکې ناامني او بې ثباتي رامنځته کړي:

(له دې و سلو ناوړه ګټه اخیستل کیږي، متاسفانه هغه کسان چې له غیرقانوني وسلو څخه کاراخلي ،جنایت کار،مجرمین،هغه کسان چې په انسان تښتونوکې لاس لري،او هغه کسان دي چې د ناامنیو او بې ثباتی لامل کیږي،یا هغه کسان دي چې په ورانکارو ډلو دا وسلې خرڅوي.)


ښاغلي صدیقي همدارنګه وویل، چې له دغو کسانو څخه نږدې پنځه زره سیمکارتونه چې راجستر شوي نه وو؛هم ترلاسه شوي دي.

په ورته وخت کې نوموړي وویل، یوه بله وسله واله ډله چې په کابل ښارکې په وسله والو غلاوو تورنه ده هم نیول شوې.

د نوموړي په وینا دغو کسانو قصد درلود څود ناټو ځواکونو یو جنراتور غلا کړي چې د جنايي جرمونوسره د مبارزې موظفینو لخوا ونیول شول:

(جعلي پیسي ،جعلي لایسنس او جعلي اسناد دي چې د دې ریاست د موظفینو لخوا کشف شوي،تقریبا څلور زره او اته سوه سیمکارټونه، چې راجستر شوي نه وو د څو کسانو لخوا ورڅخه سوه استفاده کیدله،د دریمې حوزې په مربوطاتوکې کشف شوي دي.)

د افغانستان دکورنیوچارو وزارت په داسې حال کې په کابل ښارکې د وسله والو ډلو دنیولو خبر ورکوي چې په دې ورځوکې په دغه ښارکې د وسله والو غلاوو په هکله شکایتونه ډير شوي دي.

د مکروریانو، خوشحال خان مینې او قلعه زمان خان او سیدونکي وايي چې د شپې لخوا وسله وال کسان وسله والې غلاوې کوي.