د ایران او پاکستان جمهورو ریسانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګاز د پایپ لاین د یوې برخې د کار پيل موافقه وکړه.
د امریکا متحدو ایالاتو له دې پروژې سره کلک مخالفت کړی دی.
تهران وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګاز د پایپ لاین د هغې برخې کار تقریبا پای ته رسیدلی، چې د ایران په خاوره کې دی او د پاکستان د برخې د جوړولو کار نن پيل شو.
د دواړو هېوادونو ولسمشرانو محمود احمدي نژاد او اصف علي زرداري نن د ایران په بندري ښار چار بهار کې په دې اړه په ځانګړو مراسمو کې ګډون وکړ.
ویل شوي دي، چې د ګاز د دې پایپ لاین ۷۸۰ کیلومتره به د پاکستان په خاوره کې تیریږي، په راتلونکو ۲ کلونو کې به بشپړشي او ټول لګښت یې یو نیم ملیارد ډالر اټکل شوی دی.
ایران ژمنه کړې، چې د ټول لګښټ دریمه برخه (۵۰۰ ملیونه ډالر ) به اسلام اباد ته پور ورکړي.
اسلام اباد هیله څرګنده کړې، چې د ګاز د دې پایپ لاین د جوړیدو سره به په پاکستان کې د انرژۍ د کموالي ستونزه حل شي.
امریکا خبر داری ورکړ ، چې داسې اقدام پر ایران د نړیوالو بندیزونه تر پښو لاندې کولای شي او پر اسلام اباد د بندیزونو سبب ګرځيدلای شي.
په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت یوې ویاندې رایین هاریس نن ازاډی راډیو ته وویل : د ایران په وړاندې د امریکا پالیسي ښه واضح ده، چې کوم بدلون نه دې په کې راغلی. له هغه راهیسې ، چې د دې پروژې په اړه خبرې پيل شوي، موږ څرګنده کړې، چې د پاکستان ګټه پدې کې ده ، چې داسې کار ونه کړي، چې دا هیواد د ملګرو ملتونو او یا د امریکا د قانون تر بندیزونو یې راوستلای شي.