په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند د جمهور رییس حامد کرزي د نوي حکم په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه چې ویلي یې دي، نور به بهرني ځواکونه پوهنتونونو او تعلیمي مرکزونو ته نه ننوځي او محصلین به نه نیسي.
خو جنرال ګونتر کتز نن په یوه خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې ایساف هیڅ کوم محصل نه دی ځورولی:
(اجازه راکړی دا روښانه کړم چې آیساف ځواکونو د پوهنتون کوم محصل نه دی نیولی لکه څنګه چې د جمهوري ریاست په بیان کې یې یادونه شوې ده.)
بل خوا د کندهار پوهنتون محصل چې څو ورځې مخکې افغان او بهرنیو ځواکونو نیولي وو نن بیرته خوشې شو.
د انجینیرۍ پوهنځي دغه محصل څو ورځې مخکې په پوهنتون کې د وسلوالو طالبانو سره د اړیکو په تور نیول شوی و.