د فاریاب په قرم قل ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې درې وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د فاریاب د امنیې قومندانۍ یوه مسئول سید مسعود ازادي راډیو ته وویل، چې دا عملیات نن سهار پيل او لا هم دوام لري، چې په ترڅ کې یې یوه اندازه وسلې او چاودیدونکي مواد هم د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلي.
اخوا په کونړ کې نن دیرش میله ډول ډول وسله، سلګونه فیره مرمی او څه باندي یونیم سل کیلوګرامه چاودیدونکي مواد د ډایاګ پروګرام ته و سپارل شول.
د کونړ والي سید فضل الله وحیدي وایې، چې دا به په کونړ کې د امنیت په ساتلو کې ګټور تمام شي.
د یو بل خبر له مخې، په بغلان کې امنیتي مسئولان وایې، چې دوی د بغلان او بلخ تر منځ پرلویه لاره شدید امنیتي تدابیر نیولي.
د بغلان امینه قومندان سمنوال محمد صادق مرادي آزادي راډيو ته وویل چې، دا ا منیتي تدابیر د نوروز په ورځ د ګل سرخ میلې لپاره مزار ته د تلونکو مسافرینو د امنیت په هدف نیول کیږي.