په بامیان کې د بودا مجسمو د ورانیدو د دولسمې کالیزې په مناسبت د طالبانو پر لاس د دې کار د غندنې لپاره ځینې مراسم ترسره کیږي.
په هغو مراسمو کې چې د نن لپاره په پام کې نیول شوي یو شمېر چارواکي د صلصال په نامه د بودا مخې ته د دې مجسمو د تاریخ په اړه ویناوې کوي او دغه راز د دې مجسمو د ورانولو لنډ فلم هم نندارې ته ایښودل کیږي.
په دې ترڅ کې ټاکل شوې ده، په بامیان کې د رضاکارانو او داوطلبانو له خوا یو سوله ییز لاریون هم وشي.
د بودا دوې سترې مجسمې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم پر مهال له منځه ولاړې.