خابوردزانیا د روسیې د پلوي اجنډا لرونکی نوی سیاسي ګوند جوړوي

د ګرجستان د دولتي امنیت پخوانی وزیر وايي، چې دی غواړي د روسیې د پلوي اجنډا لرونکی نوی سیاسي ګوند جوړ کړي.

والیري خابوردزانیا Valery Khaburdzania پرون وویل، ګرجستان د لویدیځ او د امریکا پلوي ګوندونه لري نو باید د روسیې یو پلوي ګوند هم ولري.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ده ګوند هدف به دا نه وي چې د روسیې د ګټو ساتنه وکړي بلکې ګوري به چې د دواړو هېوادونو ګټې په کوم ځای کې سره یوځای کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د ده اصلي هدف د روسیې او د لویدیځ د پلوي ځواکونو ترمنځ د ریښتینې سیالۍ رامنځ ته کول دي.

خابوردزانیا، چې له ۲۰۰۴ کال را په دې خوا په مسکو کې اوسېږي وویل، چې دی به په راتلونکو میاشتو کې د ګرجستان په پلازمېنه، تبلیسي کې دایمي استوګنه غوره کړي.

روسیې او ګرجستان د ۲۰۰۸ کال په اګست میاشت کې لنډه جګړه وکړه، چې له هغه وروسته مسکو د جنوبي اوستیا او ابخازیا د بېلتون غوښتونکو سیمو خپلواکي په رسمیت وپېژنده.