د فاکلنډ د ټاپوګانو په اړه ټولپوښتنه ترسره کیږي

د فاکلند په جزایرو کې چې د اوسیدونکو شمیریې زیات نه دی، نن په دی اړه ټولپوښتنه یاریفراندم ترسره کیږي چې ایا دغه سیمه د بریتانیا ترواکمنۍ لاندې پاتي شي کنه؟

دغه ټولپوښتنه په داسې حال کې ترسره کیږي چې؛ د ارجنټاین له خوا د اتلانتیک په جنوب کې د دغو جزیرو د ملکیت د ادعا پرسرکړکیچ زیات شوی دی.

شاوخوا ۱۶۵۰ کسان د رایې ورکولو مستحق دي، چې په دغه ریفرانډم کې چې نن او سبا ترسره کیږې، خپلې رایې کاروي.

ډیر قوي احتمال شته چې رایه ورکونکي به د بریتانیا ترولکې لاندې د دغو جزایروپاتې کیدو ته مثبت ځواب ووايي.

ارجنټاین دغه ټولپوښتنه غندلې او هغه یې غیرقانونې بللې.

بریتانیا له ۱۸۳۳کال راهیسې دغه جزیرې په واک کې لري؛ خو ارجنټاین ادعاکوي، چې فاکلند جزیرې چې دوی یې مالویناس بولي د ارجنټاین د خاورې برخه او اشغال شوې ده.