په لاهور کې د عيسويانو ١٨٠ کورونه وسوځول شول

د پاکستان په لاهور ښار کې پر يوه عيسوي تن باندې اسلام ته د سپکاوي د تور تر لګېدو وروسته پرون سلګونو قهرجنو مسلمانانو د دې ښار په "بادامي باغ" سيمه کې د عيسويانو پر کورونو هجوم ورووړ او د هغوى تر يونيم سل زياتو کورونو ته يې اور ور واچاوه.

د پنجاب ايالتي حکومت د دغو مظاهره چېانو په ضد د ترهګرۍ ضد محکمه کې قضيه درج کړې او د اغېزمنو عيسويانو د کورونو د بياجوړولو او دوه- دوه لکه کلدارو مرستې اعلان يې کړى دى.

د جمعې په ورځ په لاهور ښار کې پوليسو د ځينو کسانو په ادعا د ساون مسيح په نامه پر يوه عيسايي تن باندې د اسلام پيغمبر ته د سپکاوي په تور دوسيه درج کړه او د هغه په نيولو پسې يې پلټنه پيل کړه. پوليسو د احتمالي خطر د مخنيوي په خاطر د شنبې په شپه د عيسويانو هغه ګڼ مېشتې سيمه؛ چې ساون مسيح په کې اوسېده، له خلکو خالي کړه، د شنبې په سهار يې ساون مسيح ونيو او تر پوښتنو ګروېږنو وروسته يې په دې اړه د نورو پلټنو لپاره زندان ته واستاوه.

دا خبر چې خپور شو، خلک يې په غوسه کړل او د شنبې په ماځيګر سلګونه قهرجن مسلمانان د لاهور د بادامي باغ په سيمه کې د عيسويانو هغې ګڼې مېشتې سيمې؛ جوزف کالونۍ ته ورغلل او د هغوى کورونو ته يې اور ورکړ. پوليسو د دغو قهرجنو خلکو مخه ونيوله، خو هغوى پوليس هم په ډبرو وويشتل او د سترګو په رپ کې يې د عيسوي لږکيو يوه کليسا او ١٨٠ کورونه وسوځول.

رسنۍ او عيني شاهدين وايي، جوزف کالونۍ د غريبو عيسويانو د اوسېدو سيمه ده او په دې ځاى کې اکثره هغه عيسويان اوسېږي چې په ښار کې د پاکۍ او نظافت کارونه کوي. دغه عيسويان چې کورونه يې سوځېدلي او په کورونو کې يې هر څه لولپه شوي، ژړاوې او فريادونه کوي او بېګاه شپه يې د خپلو سوځېدليو کورونو مخ ته په ويښه تېره کړه. يوه عيسوي مېرمن چې کور يې سوځېدلى وايي:

"موږ ته هيڅوک را نغى، هيچا زموږ مرسته وکړه، موږ پر خپل عيسى مسيح باندې باور لرو؛ چې هغه به زموږ مرسته کوي او انصاف به راکوي، نور هيڅوک موږ ته انصاف نه راکوي."

د پنجاب ايالت د قانون وزير "رانا ثناوالله" وايي؛ د دې پېښې په تړاو يې تر يونيم سلو زيات کسان نيولي دي او دوى به د ترهګرۍ ضد محکمه کې تر محاکمه کېدو وروسته په سزا و رسوي:

"دوى ته به دوه دوه لکه کلدارې به د تاوان په بدل کې ورکړل شي؛ چې د کورونو شيان يې سوځېدلي دي او د دوى کورونه چې څه ډول وو تر هغه به يې ښه ور جوړ کړو. د دوى د امنيت بشپړ غم به و خورو او هغه ورانکاري چې دا کار يې کړى، ضرور به يې محکمې ته را کش کړو او سزا به ورکړل شي."

د جوزف کالونۍ سلګونه اوسېدونکي په احتجاج دي او د لاهور ښار ځينې سړکونه يې تړلي دي. دوى وايي؛ د حکومت له خوا ورته اعلان شوې دوه - دوه لکه کلدارې د دوى پر زخمونو مالګې دوړول دي؛ ځکه چې وايي، د ژوند د چل چلاو هيڅ هم ورته پاته نه دي. يوه عيسوۍ مېرمن وايي:

"زموږ دوه لکه تاوان نه دى شوى، اووه اته لکه کلدارې تاوان مو شوى دى، زما شپږ لوڼې دي، په خوارۍ مي د هغوى د ودونو سامانونه تيار کړي و؛ ټول وسوځېدل، يخچال، ټلويزونه او نور ټول شيان يې لوخړه شول، کور يې زموږ په وړاندې را وسوځاوه، موږ يې مخنيوي ته ورتلو، خو پوليسو راته ويل مه ورځئ که نه وي تاسې به هم وسوځوي."

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري، صدراعظم راجه پروېز اشرف، د پاکستان اکثرو سياسي ګوندونو او مذهبي ډلو دا پېښه په کلکو ټکيو وغندله او دا کار يې د اسلام او د پاکستان د اساسي قانون خلاف وګاڼه.

د پاکستان د ديني علماوو د شورا مشر مولانا طاهر اشرفي دا پېښه غندي او وايي، دا ډول کارونه له اسلام سره د دوښمنۍ په معنی دي:

"چې کوم خلک داسې کارونه کوي او د غيرمسلمانو کورونه داسې وسوځول شول چې د کتلو نه دي، دې کار زموږ سرونه له شرمه را کښته کړل، هيڅ يو مسلمان هيڅ يو انسان د داسې کارونه ملاتړ نه شي کولاى، دا خو د اسلام د تعليماتو مخالف کار دى، دا خو نه د نبي پاک عاشق کولاى شي او نه يې د خداى او رسول منونکى کولاى شي، دا خو د وحشيانو او ځناورو کار دى، دې خلکو خو د پاکستان پر مخ هم تورې ليکې و ايستې او د اسلام د بدنامولو هڅه يې هم وکړه."

د يادونې وړ ده چې د تېر ميلادي کال په اګست کې هم د رمشا مسيح په نامه پر يوې عيسوي نجلۍ باندې اسلام ته د سپکاوي تور لګېدلى وو، خو محکمې تر پلټنو وروسته پر هغې لګېدلي تورونه بېځايه وبلل او د هغې د خوشي کېدو حکم يې ورکړ. تر دې وړاندې د پنجاب پخوانى والي يا ګورنر سلمان تاثير او د لږکيو مرکزي وزير شهباز بټي هم مذهب ته د سپکاوي پر قانون باندې د نيوکې په تور وژل شوي دي.

راپور: بارکوال مياخېل- پاکستان