ولسمشر کرزی: ديني عالمان دې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅه وکړي

افغان ولسمشر حامد کرزي پر دیني عالمانو غږ و کړ چې؛ د ښځو پر وړاندې د ټولنیزو تاوتریخوالو د کمولو لپاره هڅه وکړي.

ولسمشر کرزي چې نن یې د ښځو د نړیوالي ورځې په مناسبت په کابل کې خبرې کولې؛ دغه راز له دیني عالمانو وغوښتل، چې د عامه ذهنیتونو د روښانه کولو لپاره تبلیغ وکړي.

"د دیني عالمانو تبلیغ د ټولنې د هر وګړي په پرتله چې په دیني مسایلو زیات پوهیږي؛ بهتر دی، له دیني عالمانو، سپین ږیرو او تعلیمیافته کسانو څخه زما هیله هم همدا ده، چې په دې اړه زیات تبلیغات وکړي."

ولسمشر کرزي دغه راز وویل، چې په تیرو لسو کلونو کې ښځو په بیلا بیلو برخو کې ښه پرمختګونه کړي؛ خو زیاته یې کړه، چې دا پرمختګونه لا هم د قناعت وړ نه دي.