د ایټالیا د دفاع وزیر له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار وکړ

د ایټالیا د دفاع وزیر افغان ولسمشر حامد کرزي ته ډاډ ورکړی دی؛ چې هیواد به یې له ۲۰۱۴ م کال وروسته هم د افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ولسمشر کرزي د ویندوی له دفتر څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي؛ چې "جیامپاولو ډیپاولا" د شنبې په ورځ له ولسمشر حامد کرزي سره وکتل او په افغانستان کې یې د امنیتي مسولیتونو پر انتقال، د افغان ځواکونو په تجهیز او روزنه او له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو سرتیرو په ځانګړې توګه د ایټالیوي سرتیرو پر پاتې کیدو خبرې وکړې.

خبر پاڼه وايي، ولسمشر کرزي په دې لیدنه کې وویل؛ چې له ۲۰۱۴م کال وروسته چې په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو پاتې کېدنه به د دوه اړخیزو اړیکو پر بنسټ وي او په کې به د افغانستان د خلکو لیدلوری او ګټې په پام کې نیول کیږي.