د بریتانیا یو قاضي مسلمان تند لاری ملا "ابوقتاده" د ازادۍ له شرایطو څخه د سرغړاوي په خاطر بیرته زندان ته استولی دی.
د محکمې قاضي سټیفن ایروین د شنبې په ورځ په ضمانت سره د ابوقتاده خوشې کول رد کړل او امر یې وکړ، چې نوموړی دی بېرته د (بلمارش) زندان ته واستول شي.
دا سخت دریځی ملا د جمعې په ورځ د بریتانیا د ټروریزم ضد پولیسو د یو لړ عملیاتو وروسته په لندن کې ونیول شو.
ابوقتاده په اروپا کې د القاعده د شبکې مهم کس پیژندل شوی دی.
محکمه هڅه کوي چې، نوموړی اردن ته واستوي، چیرې چې د محکمې له خوا ابو قتاده په غیاب کې د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۰ م کلونو په تروریستي توطیو کې په لاس لرلو مجرم پیژندل شوی.