"په وینزویلا کې به د اپریل په ۱۴مه نېټه د ولسمشرۍ ټاکنې پیل شي"

د وینزویلا انتخاباتي شورا اعلان کړی دی، چې د هوګو چاویز د ځای ناستي د ټاکلو لپاره به د اپریل پر ۱۴ نیټه د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کړي.

دا اعلان وروسته له هغې کیږي چې؛ د چاویز له مړینې وروسته نیکولاس ماډورو د سرپرست ولسمشر په توګه د جمعې په ورځ د لوړې مراسم پرځای کړل.

ماډورو به په دې انتخاباتو کې د چاویز د واکمن سوسیالیست ګوند له خوا د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره د کاندید په توګه هم برخه اخلي.

هینریق کاپریلیس به د اپوزیسون له خوا په دې انتخاباتو کې کاندید وي؛ نوموړی د تیر کال د اپریل په میاشت کې د چاویز په وړاندې انتخابات بایللي وو.

چاویز تر مړینې مخکې ماډورو چې د هغه مرستیال ولسمشر و؛ د خپل ځای ناستې پر ځای غوره کړی و.

چاویز چې ۱۴ کاله د وینزویلا مشر و، د سې شنبې په وړځ مړ شو او د جنازې رسمي مراسم یې د جمعې په ورځ پرځای شول.