د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر "جان کېري" د فډرال استخباراتي ادارې (FBI) د پخواني اجټ له کورنۍ سره چې شپږ کاله وړاندې لادرکه شوی، وکتل.
کېري د جمعې په ورځ په یوې اعلامیې کي وویل؛ د "رابرټ لېونسن" (Robert Levinson) له میرمنې او ځوي سره یې وکتل.
په اعلامیې کې یو ځل بیا ټینګار شوی؛ چې د امریکا حکومت د لېونسن د څرک معلومولو او کورته د هغه امن ستنولو په کار کې ژمن دی.
د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په اعلامیې کې پر ایران غږ کړی؛ چې د لېونسن د موندلو لپاره دې د امریکا د مرستې وړانديز ومني.
لېونسن د ۲۰۰۷ م کال د مارچ په اتمه د ایران له "کیش" ټاپو څخه د کتنې پر مهال لادرکه شوی و.
د امریکا فډرال استخباراتي ادارې یا (اېف بي ای) د نوموړي په اړه د معلوماتو په بدل کې د یو میلیون ډالرو انعام اعلان کړی دی. لېونسن په ۱۹۹۸ کال کې د "اېف بي ای" له ادارې څخه تقاعد شوی و.
د ایران حکومت ویلي، د لېونسن د ځای په اړه هیڅ معلومات نه لري.