د پاکستان صدراعظم "راجا پرویز اشرف" په دي څوکۍ باندي د ټاکل کیدو له وخت راهیسي د لومړي ځل لپاره، خپل حریف هیواد هند ته لاړ.
د اشرف د شنبې د ورځې دا سفر شخصې بلل شوی او تمه ده، چې په "اجمير شریف" کې د "خواجه محي الدین چیشتي" زیارت ته لاړ شي او له هندي سیاست والو سره د کومو مهمو خبرو پروګرام یې نشته.
د پاکستان د صدراعظم له سفر مخکې د هند صدراعظم "منموهن سنګ" ویلي وو؛ چې د هند او پاکستان د خلکو تر منځ د تماسونو او سوداګرۍ د برخو په ګډون، د دواړو ګاونډیو هیوادونو په اړیکو کې یو څه پرمختګ راغلی دی.
سنګ دا هم وویل، ترهغې چې پاکستان، د ده په وینا، د "ترور ماشین" تر واک او کنټرول لاندې را نه ولي؛ د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې عادي کیدلاي نه شي.
پخواني معومات:
د پاکستان صدراعظم نن هند ته ځي. وروسته تر دې چې راجه پرویز اشرف د پاکستان صدراعظم شوی دی دا هند ته د هغه لومړی سفر دی.
دا سفر شخصي بلل شوی دی او تمه ده، چې راجه اشرف په اجمیر شریف کې د خواجه معین الدین چشتي مزار ته ورشي. د دې سفر په ترڅ کې د هند له سیاستوالو سره د خبرو اټکل نه کیږي.
د پاکستان د صدراعظم تر سفر مخکې د هند صدراعظم منموهن سنګ وویل؛ د هند او پاکستان د اړیکو په ښه کیدو کې پرمختګ شوی دی، د دواړو لوریو د خلکو ارتباطات زیات شوي او سوداګرۍ وده کړې ده.
خو منموهن سنګ څرګنده کړه، چې تر هغو اړیکي یو مخ عادي کیدای نه شي؛ چې په پاکستان کې د ترورزم ماشین کنټرول شوی نه وي.
د جنوبي اسیا د دغو دوو سیالو هیوادو ترمنځ د جنوري په میاشت کې هغه وخت بحران زیات شو؛ چې د کشمیر د بېلتون د کرښې په اوږدو د شخړو پر مهال د دواړو خواوو شپږ پوځیان ووژل شول.